قلم مې واخیست

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63494
څولیزی
دخبریدو نیټه : 2015-03-26

 تــورتمونــه رڼوم قلــم مــې واخیست
 ټول ویــده را ویښــوم قلم مـې واخیست
 نادانــۍ او ناپــوهۍ تــه چې مې بولي
 نن یــې خونــې ورانوم قلم مې واخیست
 جنګ لوګــي چې خوروي زمــاپه چم کې
 خپې او لاس یــې پرېکوم قلم مې واخیست
 افغانانــو پوهــه خپله کــړئ ځلاند شئ
 خپله غـاړه خلاصــوم قلــم مې واخیست
 ناپوهۍ کې مو تــاوان دی په دې پـوه شئ
 دیــن دنیا مو ځلــوم قلم مــې واخیست
 تربګنـۍ او دښمنــۍ کې همېش زیان وي
 له هر زیانــه موژغـوروم قلم مې واخیست
 دې هېواد کــې که په هــره څنډه اوسـي
 نن له زړه یــې وروروم قلــم مې واخیست
 که پښتــون دی، که تاجک دی، که ازبک دی
 یو ټغر ته یــې کېنــوم قلــم مې واخیست