مقالې

فضایی کثافت او فضایی غبار

د فظا ککړتیا د اول ځل لپاره په کال ۱۹۵۷ کی د سپوټنیک سټلایټ په پورته کولو سره شروع شوه چی یواځی او یواځی ۳ هفتی یی په فضاً کی کار وکړ، او شاید ددی مخکی هم شوی وی، ځکه چی انسان د ځکګی پر مخ ډیرۍ اتومی تجربی کړی چی شاید یو څه اندازه کرد اړ فوسیلونه یا وړی زری پورته فضا ته پورته شو ی وی چی مثال ی د پاسکال بی اتومی تجربه ده. نو تر دی دمه ۲۵۸۵۷ اجسام په فضا دی شتون لری چی د ځمکی څخه په مختلفه اندازه کی مدار وهی او له جملی څخه یی ۵۴۶۵ یی فعالعه مصنوعی سپوږمکی یا سټلایټونه دی، په داسی حال کی چی

23.05.2024 عبیدالله خلیلی

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې او د اوبو نیمګړی مدیریت

که د اقلیم او هوا ترمنځ توپیر لږ روښانه کړو، نو په اسانه ټکو ویلای شو چې اقلیم په اوږده، یا د شاوخو دیرشو کلونو په موده کې د هوا منځنی حالت دی. خو هوا په یوه ځانګړې سیمه کې د اتموسفیر فعلي یا اوسنی حالت دی چې ، زیاتره د یوې شپې- ورځې په اوږدو کې د هوا د مهمو عناصرو لکه فشار، د تودخې درجې، لنده بل، باد، او وریځو حالت څرگندوي. اقلیمي بدلون په دی معنا دی چې د تودوخې، ساړو، وچکالۍ او لنده بل یا اورښتونو منځنې حد کې بدلون راځي او زیاتوالې مومي. د ځمکې له جوړښت راهیسي اقلیمي بدلونونه ډی

19.05.2024 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

دپښتو ژبي (هېګاني)

په پښتولیک کي «هې»په دوه ډوله ده.لکه: جلي(روښانه یا لنډه)«هې» اوبله خفي(درنه یا اوږده)«هې» چي دغه ږغ لرونکي «هېګاني» تل د تورو په پای کي لیکل کیږي، دتوري ږغ بدلوي. لکه دجلي «لنډه یا روښانه» «هې» دتورو په پای کي. لکه: مڼه، اوږه، پښه، ګوښه، غوښه، سته«مثبته رابطه»، نسته«منفي رابطه». دبولګي په توګه: (ډوډې په کورکي سته، یا نسته.) سته رابطه ښه يي عام فعل دی یاني کاراوکړنه نه ښه یي یواځي یوحالت ښه یي اونور. کله چي دغه «هې» دتوري سره ګډه ولیکل سي لکۍ لرونکې یا «هې» دومبکه ورته وايي. لکه: تله، غوټ

19.05.2024 محمدسرور وکیلي

(مَچَه)

د ارواښاد حبيبي د نثر یوه لڼډه بیلګه;له ښاغلي ډ.زرین انځور ( دپښتو معاصر داستانی ادبیات -یوه کتنه -۱)څخه انتخاب د متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی (مَچَه) سر مې کوز شو،شوڼډې مې یوه ښکلې رنګینه طلایی پاڼه مچ کړه او خلقو وویل:دا قرآن دی.)) زما په زړه کې د دې مچې سره یو تقدیس آلوده د ارادت لیونۍ جذبه وه!. بله ورځ مې د مور لاسونه په احترام مچ کړه او دې هم زه پر تندي مچ کړم.خو د دې مچو په منځ کښې مځکې او آسمان فرق و،د مور لاسونه مې په درناوۍ او مينې مچ کړل،خو دې بیا په مهربانۍ ا

14.05.2024 انتخاب متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

دارد ندارد

په لندن کې د افغانستان انترنشنال نغاره چیان نه شرم لری او نه انسانی عفت. زه به هم دمحترم نوروز په ژبه وغږیږم . هغه وویل چې زه نه طالب یم او نه دهغو په خلاف او دازما حق دی اوزه منحیث دیوه مسلمان په توګه کوم شیان چې په دغه بحث کې دیادونې وړ دی خبرې کوم په مرکچیانو کې پیګیر، میرمن نوابی، او دمرستندویه موسسیې غړی نوروز خبرې کولې.. کله چې نوړوز دمیرمن نوابی شخصی ګیلې اوشکوې نقدې کړې نو وحیدې پیکان د پروګرام متصدی دنوابی پرځای کلک دریځ ونیوه. لفظی شخړه دناوړین او طبیعې پیښې په نوم چالانه شوه. د

13.05.2024 ع.شریف زاد

نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله

عبد الباري جهاني: نور محمد تره کي خپله ټولنه سمه نه پيژندله مرکه: ولي الله ملکزی د خان،‌ ملک او ملا مثلث چا او ولې ړنګ کړ؟ آیا پښتانه رښتیا توندلاري او د تشدد لارویان دي؟ موږ ولی ځینو پخوانیو شاعرانو ته بابا ګان وایو؟ د همدې او نورو پوښتنو د ځوابونو په خاطر مې د ملی سرود د شاعر او د اطلاعاتو او کلتور له پخواني وزیر،‌ ښاغلي عبد الباري جهاني سره ځانګړې مرکه کړې چې ستاسې په خدمت کې ده. جهاني صیب: تاسې ۱۶ د نظم او شاعرۍ اړوند او ۱۸ کتابونه د نثر په برخې کې لیکلي او درې نور

08.05.2024 ولي الله ملکزی

چین نړۍ ته د سوله ایز پرمختګ پیغام ورکونکی هېواد

چین نړۍ ته د سوله ایز پرمختګ پیغام ورکوونکي هېواد لیکوال او شنونکی : ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکی اندیښمن ځاځی  مقدمه    چین نه یوازې خپله پر سوله ایز پرمختګ باور لري بلکې نړۍ ته هم د سولې او سوکالۍ په فضا کې د پرمختګ پیغام ورکوي. د دغې خبرې ښه ثبوت اورپا ته  د روانېمۍ میاشتې په پنځمه نیټه د چین د دولت د رئیس شي جین پينګ سفر دی. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ له تېرو پنځو کالونو را په دې خوا په لومړي ځل اورپا ته سفر کوي او د سفر لومړی تم ځایې یې د فرانسه پ

08.05.2024 اندیښمن ځاځی

تعامل

از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار گویندگان و نویسندگان افغانی کلمهٔ (تعامل) بیشتر از پیش مورد استعمال قرار گرفته و در محیط سیاسی و اجتماعی افغانستان طرح تعامل بین اطراف مختلف سیاسی بعضاً سوالها و سؤتفاهمات را در اذهان ایجاد می نماید که در این مقالهٔ مختصر تا حدی به روشنی موضوع پرداخته می شود. تعامل enteraction در لغت به ارتباط متقابل، سروکار داشتن، کنش و واکنش متقابل و با یکدیگر داد و ستد کردن را می گوید و در اصطلاح عبارت از پروسه و حالتی است که در آن دو یا چند نفر، گروه، دستگاه، یا

07.05.2024 نور محمد غفوری

د سمندر په خیټه کې ، د علم مباح تونل

پرون په لندن کې د ټیلګراف ورځپاڼې او نن د الجزیرې نړیوالې شبکې ولیکل چې د مراکش او هسپانیې هیوادونه په ګډه سره غواړي د جبل الطارق په سیمې کې د سمندر لاندې د اورګاډي تونل جوړ کړي. له اروپا سره د آفریقا د لویې وچې د نښلولو نقشه له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې مطرح شوې وه، خو د هغه وخت تخنیکي وسائلو او ټکنالوژۍ د دې وړتیا نه درلودله چې دومره لویې او خطرناکې پروژې ته اوږه ورکړي. دا تونل چې ۱۷ میله (۲۸ کیلومتره) اوږدوالی به ولري؛ د سمندر په تل کې د ۴۷۵ مترو (۱۵۵۰ فټه) په ژوروالي، د را روانو شپږو کال

04.05.2024 ولي الله ملکزی

فډرالېزم: خیالي طرحه د تجزيې له ارمان سره

په دې وروستیو کې دپرځول شوي جمهوري نظام ځینې قومي سیاستوال، چې له هېواده وتلي، په داسې حال کې د فډرالېزم طرحه وړاندې کوي، چې د واک پر مهال یې فډرالي طرحه په کلکه ردوله، لکه سرور دانش، خو اوس پرې لیکنې او شننې لیکي او د ټولنیزو رسنیو ځینې چلونکي یې زمزمه کوي. سرور دانش او له هېواده وتلي ځینې نور قومي سیاستوال لمړني فډرال غوښتونکي نه دي، بلکې ځینو قومي سیاستوالو له وړاندې د هویت پېژندنې او قومي سیاست ( Identity and Ethnic Politics ) کړی او په ترڅ کې یې د فډرالېزم غوښتنې کړي، لکه طاهر بدخشي، سلط

03.05.2024 بشرمل پسرلی


شعرونه

حاجي ته

حاجي ته: چې هر کال کې یو ځل درومې کعبې خوا ته د ډالرو پنډوکی دې وي پروت شا ته دا ډالر وایه له کومه تا پيدا کړل څه ځواب لري د ولس له جیبه غلا ته ترکعبی د تاوېدو په عشق کې مسته لاس وراچوي روا او ناروا ته په حرامو پیسو چیری د چا حج شي د ثواب پرځای دې مخه ده، ګنا ته عبادت، دعا دې خپل کور کې هم کېږي بېهوده په سفر ځې لیرې دعا ته حج د لوبو او میلو لوبغالی نه دی چې هر کال ورځې د لوبو تماشا ته په ګاونډ کې دې یتیم له ولږې ژاړي ته کعبې ته يي روان د

15.05.2024 سرلوڅ مرادزی

دمورمقام

موري ادکي غېږدي جنت پرسردځمکي ته د ژونـد روح ئې ای د نړۍ ملکي ږغ ستا مـلـهـم قـربـان ویـل دي درمــل خوږنوم اوچت دي ډېرترحد مـورکي موري اوچت مقام دي په ګرد نړۍ کي ته زېږه وې اتلان جهان بدلونکي مـقـام دي لـــوړ قـلـم عــاجـزدی تــرېـنه هــاجــره مــورداســمـاعـیل ادکي دا مــــقـام لـــوړ مــورتــه الله ورکــــړی ترنام دي جارسم ته داولاد روزُونکي

09.05.2024 محمدسرور وکیلي

تجربه

ملا چې دې تړلې په ملا پسې هره ورځ خطا کوې خطا پسې څه پوهېږې دا ملا د کوم ځای دی ولې ځې په لاره ناشنا پسې شیخ چې نبېره يي نامعلومه وي مه ګرځه د شیخ ذهد و تقوا پسې پیر او حضرت ګوره تش نومونه دي کله ګرځېدلی يي مبدا پسې؟ تېره تجربه لرې لارنس څخه(۱) کړې وه موږ ټولو اقتدا پسې مه تېروځه ږېرې او تسپو باندې دغه وسیلې دي لوټ او غلا پسې حال د نجونو ګوره د ملا واک کې یه، مسته د نجونو د خندا پسې غوږ د «مرادزي» وینا ته ښه کېږده مه ګرځه د سپیو په غ

07.05.2024 سرلوڅ مرادزی

د مینې قاتل

نیم کلتور او نیم ملا وژلې مینه یو ښکاره او بل په غلا وژلې مینه نوم د مینې اخیستل کلتور کې عیب دی داسې عیب زما او ستا وژلې مینه پلار و زوی که یو څه مینه کې ازاد دي د خور، لور يي سم صفا وژلې مینه د ملا روزګار بیا حورو سره عشق دی ده له پیله په دنیا وژلې مینه که خپسې د دود، مینه زوندۍ کړې مذهب هم لکه وبا وژلې مینه دلته دوه حریفان مینې سره جنګ دي دوی هم نن او هم پخوا وژلې مینه نه يی مینه، نه يي عشق په دنیا وکړ د «مرادزي» خو حیا وژلې مینه د ۲۰

25.04.2024 سرلوڅ مرادزی

(....غواړم)

ای الله!ستا په مینه عبادت کښې همت غواړم ستا د امین رسول محمد ص. محبت غواړم ستا د قرآن پښتو معنا صلات فجر وخت کې صحیح احادیث د نبي ص.په جماعت غواړم ادکۍ مور و پښو ته پریوځم عفو بخشش وغواړم د شهید پلار نیمګړي عُمُر ته زیارت غواړم کور او کهول کې خوشحالئ او لورَوءنې وي نور له کورودانې او اولاد سره الفت غواړم د ژوند ملګرې نه مې هر وخت مقابل احترام پر زوی او لوور لمسي لمسۍ ډیر شفقت غواړم له اقاربو او دوستانو نه صله ءِ رحمي له کلیوالو نړۍ والو انسانیت

17.04.2024 متقاعد ډاکټر حمیدالله زړور ساپی

په پردوکي

ساقي راکه جام ارغواني خمارپه ماته وم خمارمـي دېـرینه دی ځــکه تــالــره درځـم پــه مـیـخـانه کي دپـردوخـمارکله ماتیږي پـردی یـم پـه پــردوکـي ځـان لـه ګوښي یم ځای پردی ساقي پردی جام ئې هم پردی دلـتـه بــه زه څـنـګه خـمـار لــــه ســره وړم ارغـواني جامونه ګوره پلاس کي دساقي ځان ته ناست په آنـد کـي دجـانان مي یاد کوم آشـنــا ږغـون نشته پـردۍ سـنـدري اورم خرابات مي په زړه شوپه آندکي ئې ډوب سوم

17.04.2024 محمدسرور وکیلي

باټې

هسې په جومات د حورو باټې دي نجونه مو تر حورو ښکلې زیاتې دي مه وایه ملا د خپلو نجونو بد نجونه د وطن خو پرې ذاتې دي هسې خلک ستایی د بل ځای مینه دا کوڅې له پیله خراباتې دي عشق چې غالب شي د هغې دنیا خلکو نه دنیا کارونه پاتې دي وایه«مرادزیه» څه تازه ولس ته نن ګوره زړې قصې مېراتې دي د ۲۰۲۴ کال د اپریل ۱۳ مه سرلوڅ مرادزی

13.04.2024 سرلوڅ مرادزی

دین پلورنه

په قال الله قاله رسول اثبات ددروغوخپل کول داسي ملاځان ته په دوږخ کي ځای مندل که دین خـپل قدرت لپاره کي څوک وړاندي پلــورونـکي دي ددین په ارزانه ئې پلـورل دااوس مـوپه هـېواد کـي پخپل سترګو ولیده په ایاتواوحدیثوئې بداعمال خپل رنګه ول هــریــوه بــه خـپـل دروغ پـه آیات ثابته ول ریــا وه پـه دربـارکي مـلت په تـېر ایستل درښتیا میدان چي راغی سوې خبري هېري بېله زوره له پردوسره دوی هم وتښتېـدل

08.04.2024 محمدسرور وکیلي

لښکری چې لا مچ هم نه لری

لښکری چې لا مچ هم نه لری لښکری نه لښکر لری اوًنه عسکر هسې ګونګوسی کې له ما تا اخلی نظر هرڅوک یې له غاړی رانیولی بې خبر مجهولې فضولې کیسې دی بې اثر لښکری هرچا نه ستره بلا جوړه کړی مهمه نه دی که هغه وی غدار کافر لاف زن او دروغجن دلته دی بې شمیره داخلک څه وایی! هره ورځ یوم البد تر لښکری بې لښکره دی څوک نه لری یوازې ناست دی په یوازیتوب وایی منتر لښکری خپله لمنه په خپله په سر راړوی ملا پریږده چې څه کوی دسیاست په هنر داهم کرکه لری شخوند وهی دبلچا

01.04.2024 ع.شریف زاد

نوي کال او زاړه اندونه!

نوي کال او زاړه اندونه! زاڼې سره ملګرې شوې، کتار شوې او والوتې؛ د غږ په اورېدو او د کتار په لېدو يي احساس شوه چې سپرلی دی؛ کډوال مرغان چې د ژمي له کبله تللي ول په راتګ يي وښوده چې ژمی تېر دی؛ د کوچیانو ګلو او رمو هم په رغو کې د سپرلي زیری ورکړ؛ د هوا تغییر او د طبیعت سمسورتیا هم د بدلون خبره وکړه؛ وګړي هم له کورو او کلیو راووتل او د سپرلي د تازه هوا له فیضه برخمن شول؛ د کال شمېره واوښته او یو عدد نور هم پرې زیات شو؛ ایا د وګړو او ټولنو په ذهنیت کې هم نوی او تاز

27.03.2024 سرلوڅ مرادزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more